یو بیان به درته وایم که یې اورې

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
یو بیان به درته وایم که یې اورې
by خوشحال خان خټک

یو بیان به درته وایم که یې اورې
زما دا خبرې نه دي دروغجنې

د غلجیو جونه سپيو سره یو ځای خوري
همګي واړه بد پوښېدي سپږنې

د شېرزادو جونه بازې د سپین غره دي
په شینوارو کې هم شته پکې پښنې

فېروز خېلې اکاخېلې د صفت دي
نورې زېږې خربپشې دي چینجنې

د مغل د پښتانه دمه پرې کېږي
د کوهاټ بنګښې مه شه سترګبښنې

په بنګښ کې بډه خېلې بدې نه دي
نورې واړه خود نمایه دي نیازبنې

د توریو د ځاځیو نجونه ښې دي
بلا دا چې دي له څېرمې لوړزنې

که ځدراڼې که وزیرې که څارنګې
دا خو واړه نه سړیې دي نه جنې

د هندکیو په حساب دي عیساخېلې
د سنبلو نجونه څه خو سرپېزنې

دولت خېلې لواڼۍ دي لویې چارې
نورې واړه پونده دي غوشینې

د شیتکو نجونه سالې پښتنې دي
خو په ژبه په پوشاک دي برسېرنې

د ابدالو نجونه واړه ګډبنې دي
که ترینې دي د پښین دي د ستاینې

د دوړو نجونه واړه لکه باغ دي
کشیده پکې ملیې دي د ستنې

د خټکو نجونه واړه غوبنې دي
خو یوازې اکوړخېلې دي مېرمنې

د مومندو نجونه سرې لکه ایماغ دي
کټه سرې وړې سترګې پوزې پلنې

په خلیلو کې سکڼې پیدا کېږي
هغه هم بدې بخیلې سر کودنې

داوودزیو نجونه چینګې خولې حیرانه
د واده په ورځ ودېږي سر خېرنې

څو صفت د ګګیاڼیو نجونو زه کړم
واه واه واه دا ګګیاڼۍ په یار میینې

مهنزیو نجونه واړه لکه خرې دي
د سړیو په شان روغې ځنې ځنې

چې په خوېشکو روهاڼیو باندې راشې
دا خو واړه د بغرۍ دي د میچنې

ماندوریې پر ملیې بېچاره دي
نه د خواښې د ځواب دي نه د بنې

د لازاکو نجونه پټ سپاهیان پرېباسي
چې په قهر غوسه راشي قهرجنې

چې په ملک د هزاره ترین مرین دي
د سنکړې نجونه داغ کېږدي په ینې

په مندڼو کې خال خال چېرته پیدا شي
نورې واړه ګېډه ورې دي پړس بنې

د بونېر د نجونو نوم په خوله وامخله
د ودې لودې غوړیالیې زېړ بخنې

اکوزړیې نجونه واړه لکه باغ دي
موليزیې پکې شته د چندڼ ونې

په اړهنګ بړهنګ کې هم شته اتمانخېلې
د سړیو په جامې جامې رېمنې

د صافیو نجونه صافې په صورت دي
ولې ډېرې په روزګار کې دي خیچنې

خوګیاڼیې واړه خوګې د صحرا دي
په نغري ناستې ډوډیې وهي پلنې

په جهان تر لغمانیو نورې نشته
ګنده بوی ګنده بغلې مچ بېزنې

This work was published before January 1, Expression error: Unrecognized punctuation character "۲"., and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse