څو دملک وارث ونه وهي سرونه

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
څو دملک وارث ونه وهي سرونه
by خوشحال خان خټک

څو دملک وارث ونه وهي سرونه
هومره چېرې قرارېږي سمې غرونه ؟

یابه ستا په وره نارې وي، یابه ژاړې
یا دتا له لاسه ویر دچا په ورونه

رخنه گر دملک پرې مه ږده په خپل ملک کې
په حکمت، په زرو، زور، په لښکرونه

څو په تورو، په توبریو، په نېزو شي
صد چندان شي،په تدبیر، په هنرونه

ورور او زوی دملک په کار کې قتل کېږي
نور په وړاندې باندې جوړ شول محضرونه

بې دتېغ له آبه نورې اوبه نشته
چې جنگجوی سره ساړه کا ټټرونه

دسر دار دریاست ونه په وینو
په لړشنو داعدا کا ثمرونه

په میدان کې تويې ښې دي دسر وینې
نه چې ډکه سینه وړي، ډک ځیگرونه

یا دمرد غوندې شمله ددستار پرېږده
یا په سر کړه لکه ښځه مېزرونه

خدایه چا وته يې کښم، څوک به پرې پوه شي ؟
ما ویلی هریو بیت دی دفترونه.


This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.