څه پېژنم

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
څه پېژنم
by ملنگ جان

مجنون دې رانه جوړ کړو ننګ و عار څه پېژنم؟
د هجر په زندان کې زيست روزګار څه پېژنم

د ننه په عالم کې له عالم ځنې جدا يم
ډوب ستا په تصور کې دشت و ښار څه پېژنم

د زړه د پاسه وايم چا ته خان چا ته بادار
بادار مې په زړه ته يې بل بادار څه پېژنم

ځار ستا تر زوړ انګړ شه د بل چا قر و ماڼۍ
چې ته نه يې ګلشن کې زه ګلزار څه پېژنم

حيران دی زما اوښکو نه باران د نوبهار
پخپلو اوښکو لوند يم نوبهارڅه پېژنم

ملنګ نه ومه، زه ملنګ جان تا کړمه ملنګ
په مينه چې ملنګ شوم کسب و کار څه پېژنم

This work is now in the public domain in Afghanistan because it originates from Afghanistan and its term of copyright has expired. According to Afghanistan copyright laws, all photographs enter the public domain fifty years after they were published, and all non-photographic works enter the public domain fifty years after the death of the creator.

Public domainPublic domainfalsefalse