څه لره مه زړه وړې چه د زړه ساتل دې نه د زده

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
څه لره مه زړه وړې چه د زړه ساتل دې نه د زده
by خوشحال خان خټک

څه لره مه زړه وړې چه د زړه ساتل دې نه د زده
مست يم مستې کړمه ګڼړه هر هنر مې ښه زده

تل په اښکو وينو هميشه ژړا اهونه
نور را خبر نه شول يا مه سترګو يا مه زړه زده

زکر فکر مونځ روژه طاعت ورله بوبه
شيخ ملا زاهد عابد صوفۍ په ميؤ څه زده

روغ عالم به چيرې د دردمند په حال خبريږي
درد چه په چا تير دې په دردمنه هم هغه زده

څه زړونه ئي وړې ستا بار خو پر بشانو زلفو
ښه وه دا خبره چه باغله زده او يا مله زده

ستا د سر پيزوان چه فتنه ګر دې بې حسابه
څو رنګه فتنې چه په جهان دې واړه دې زده

چېرې به له دله يو ډک مهر را برڅير کړې
تل ده که دا هسې د لاسې تشې په خله زده

څه پوختې خوشحاله د بيلتانه په اشتياق کښې
ستړې په منزل پوهيږې تږې په اوبه زده

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse