پښتنو زلميوبيا لاسونه سره کړل

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
پښتنو زلميوبيا لاسونه سره کړل
by خوشحال خان خټک

پښتنو زلميوبيا لاسونه سره کړل
لکه باز منګولې سرې کاندي په ښکار

سپينې تورې ېې ګلګونې کړې په وينو
په اهاړ کې شګفته شو لاله زار

اېمل خان ، دريا خان دواړه مرګ ېې مه وای
هېڅ تقسير دواړو ونکړو وار په وار

د خيبر دره ېې سره کړله په وينو
په کړپی ېې هم روان کړ ډنډوکار

ترکړپي تر باجوړه سم و غرونه
په لړزه په زلزله شول بادباد

په هغه لورې چې کېږي پنځم کال دی
هره ورځ د سپينو توروخرپهار

اول جنګ دلوړې شا د تاترې و
چې څلوېښت زره مغل شو تار په تار

دويم جنګ مې غوڅنی په دواهه کې
چې ېې سر وټکېده لکه د مار

بيا ېې پسته د نوښار د کور چګړه وه
چې مې وښکو د مغلو خپل خومار

ورپسې دفواتنګ شجاعت خان و
چې اېمل ېې په ګندار وويشت ده مار

شپږم جنګ مکرم خان شمشېر خان دواړه
چې اېمل کړل پښاپښ کې تار په تار

پښتانه په توره ښه دي تر مغلو
که په پوهه پښتانه وای ترې اوښيار

بله هېڅ ليدلی نشي په دا منځ کې
يا مغل د منځ نه ورک کړي يا پښتون خوار

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse