په کاته کاته مې سترګې په خاته شي

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
په کاته کاته مې سترګې په خاته شي
by خوشحال خان خټک

په کاته کاته مې سترګې په خاته شي
چې خبر دې د راتلو راباندې وشي

ته خو اوس له ما نه لاړې، مرور شوې
دا زما ياري دې هم ګوندې په زړه شي

ګوره تا راباندې کومې کوډې وکړې
که په پښو درځنې درومم، زړه مې نه شي

چې ديدن د ميين وکړمه تازه شم
لکه کښت چې په باران سره اوبه شي

د ښه يار بېلتون د ستوني پرېکول دي
په يرغ به ستونی چېرې پرېکاوه شي

په ارمان د هغه وخت يم درېغه درېغه!
که د زنې سېب يې بيا زما په خوله شي

د خپل يار د جداييه هسې کار دی
لکه ساه چې له وجوده په واته شي

بخته! هومره مدد بيا راسره وکړه
چې په غېږ کې مې بيا تللی يار اوده شي

د خوشال سلام په واړو ښو يارانو
ګوندې بيا مې په ليدو سره زړه ښه شي


This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.