پــــه هــــزار رنګــــه افســــون و پــــه اوراد مــــا

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
پــــه هــــزار رنګــــه افســــون و پــــه اوراد مــــا
by مرزا عبدالحنان بارکزی

پــــه هــــزار رنګــــه افســــون و پــــه اوراد مــــا
مســــخر نــــه کــــړ شــــوخ چشــــم پریــــزاد مــــا

ســـرومـــال، دیـــن و دنیـــا، دانـــش و صـــبر
پــــه ســــودا کــــي د ګلرخــــو کــــړه بربــــاد مــــا

هــیڅ اثــر یــې پــر ســنګین خــاطرو نــه شــو
یــو پــه ســله خــوارۍ و کښــې تــر فرهــاد مــا

بـــې لـــه عشـــقه بـــل څـــه نـــه را ویـــل کېـــږي
ګفــت مــي وړئ دئ پــه صــدق د اســتاد مــا

که خبر وای چي شانه بې ستا په کـار شـي
پــــرورش بــــه مــــي وکــــړئ د شمشــــاد مــــا

پــر زیــارت بــه مــي څــراغ لــه خپلــو بــل وي
لــــــه رقیبــــــه ســــــره کــــــړئ دئ جهــــــاد مــــــا

چـــا تــــه څــــه وایـــم اوس هرڅــــه را رســــېږي
ګیلــه نــه کــړم پــه ځــان کــړئ دئ فســاد مــا

مــــا ویــــل غــــور د ”حنــــان“د بېــــداد وکــــړه
ویــــل شــــړلئ مــــي لــــه دره دئ پــــه داد مــــا

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse