پاک الله ته

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
پاک الله ته
by خوشحال خان خټک

زه مدد غواړم له تا نه ای يوه خدايه احده
کۀ مدد دې راسره وي چار به نه شي زما بده

زه عاجز مرئی د ستا يم تا به ستايم ستا په فضل
ستا ثنا صفت به وايم څو زه توان لرم بی حده

ستا ثنا ده تر حده تېره د بيابان تر شګو ډېره
هسې څوک دی چه خيرش د ديو شګو له عدده

نه ته زوړيې نه ته ضوان يې لکه وې هسې يکسان يې
لکه وې هسې به وېنه له ازله تر ابده

زمکه سبع سماوا ته دواړه کونه کائناته
واړه تا ګوښي بيدا کړل بې د نورو له مدده

دا همه واړه ملکونه تا زوول له کاف له نونه
هم والد يې د ملکونو هم منکريې له ولده

کۀ سپېد دې کۀ سياه دې په وحدت د ستا ګواه دی
ته محيط له هره څيزه له سفيدو لي اسوده

د ستا کار واړه خوبۍ دی په خوبۍ او په نېکۍ دی
دا وموږ وته رسېږي که نېکه کله بده

دا شامت زموږه خپل دی چه مو کار هسې مشکل دی
ګڼه ته څه هسې نه يې چه خپل ور تړې له رده

هر چه نه دې وؤ په نغوته تا لبيک ووی هغوته
چه په يا صنم وئېل کښې دا غلط دی يا صمده

ته پوښتنه کړی له حاله چې يې حال ښه وؤترقاله
د بلال اشهد قبول شه د ديو نورو له اشهده

د خوشحال وئېل اومه دي لائق ستا د صفت نه دي
ستا په فضل به پخېږي دا اومۀ وئېل احده

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse