هغــه مــخ کــړم مبتــلا پــه تآســف

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
هغــه مــخ کــړم مبتــلا پــه تآســف
by حميد مومند

هغــه مــخ کــړم مبتــلا پــه تآســف
چــې يې لاس په تآســف مږي يوســف

بې له دې چې يې له سره ځان قربان کړم
گڼه نه يې شــته هېڅوک د حســن کف

چې مې يار له خوبه ويښ نه کړې نسيمه
گــوره الوزه پــه ورو پــه تلطــف

مــا دى ســر ومال وښــکليو تــه نومړى
وبــه نــه کــړم لــه دې عهــده تخلــف

چــې پــه مــا د صبــر دم لولــې ناصحه
خپله خوله ستړې کوې په دا چف چف

که أشــنا د حميــد مرگ وتــه زړه کړى
پــه ښــه کار کــښې دى څه ډيــل و توقف

This work was published before January 1, Expression error: Unrecognized punctuation character "۲"., and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse