نورو د منزل او د کاروان خبرې هيرې کړې

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
نورو د منزل او د کاروان خبرې هيرې کړې
by خاطر اپريدی

نورو د منزل او د کاروان خبرې هيرې کړې
مونږه د کاسو او د جانان خبرې هيرې کړې

ځان ئي د يوسف نه خلاصوو هغه ئي خلاص کړو ترې
ورونړو د يوسف او د کنعان خبرې هيرې کړې

مات شول غرضيان شول که بدل که د نظره شول
ډيرو شهسوارو د ميدان خبرې هيرې کړې

ناوې درخو ناسته ده ګودر کښې د سينګار سره
ولې خو زلمو د ادم خان خبرې هيرې کړې

اې د حسن خياله ته خو راشه اوس يواځې يم
خلکو خو د پت او د ګزران خبرې هيرې کړې

ما خو د باړې د ملنګئ کچکول تړلې دې
تا که د دوهې او د رحمان خبرې هيرې کړې

This work is now in the public domain in Pakistan because it originates from Pakistan and its term of copyright has expired. According to Pakistani copyright laws, all photographs enter the public domain fifty years after they were published, and all non-photographic works enter the public domain fifty years after the death of the creator.

Public domainPublic domainfalsefalse