نه ماتېږي د مخ مینه یې په ګل زما

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
نه ماتېږي د مخ مینه یې په ګل زما
by مرزا عبدالحنان بارکزی

نه مــاتېږي د مخ مینه یې په ګل زما
خیال د زلفو یې هېر نه شو پـه سـنبل زمـا

چي له ځالي مي اخیســتئ لاچیچــی و
اوس څـــوک اروي اوازونه د بلبل زما

چي نهال مي اوبا وه د زړه په وینو
اوس په لاس کښې د چا وينم هغه ګل زما

بدبختي وه چي مي بازله لاسه والـووت
خدای زده بیا بـه کلـه کښـېني پـه منګـل زمـا

څوک به زېـری پـر ماوکـه چـي یـار راغـئ
چي تـر جـار کـړم سـر ومـال و هسـتي کـل زمـا

چي له ماتئ مالیـده هسـې مـړ نـه شـوم
حیراني ده پــر دا هسي تغافل زما

راتې و ویل ”حنانه“صبر وکـړه
عاقبـت به درشي لاس لره کاکل زما

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse