نه زما ده نه د ستا ده دا دنیا

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
نه زما ده نه د ستا ده دا دنیا
by حميد مومند

نه زما ده نه د ستا ده دا دنیا
پا تې شوې له هر چا ده دا دنیا

د یوه غیږ کښې پرته او بل ته خاندي
څه لولۍ او بې حیا ده دا دنیا

په رڼا یې د چا کـار نه پوره کیږي
د اسمان برق و بریښنـا ده دا دنیا

که ظاهر ښکلې زیبا لیده شي څه شـو
په باطن توره بلاده دا دنیا

مروت د اشنایۍ پکښې نشتــه
که اشنا ده نا اشنا ده دا دنیا

زرپه زر به یې ټیکاو هیڅ چـیری نه شــی
لکه سیوری خواو شا ده دا دنـیا

تل په ځان پورې د خپلو طالبـانو
مسخرې کا په خندا ده دا دنیا

په سودا یې سودمن شوي هیڅ څوک نه دی
جوفروش ګندم نما ده دا دنیا

بې هوده یې زړه تړې په ډنګ ډنګ پوری
د ګړۍ میلمنه ورا ده دا دنیا

مناسب نه دي ورتله د نویو خلقو
د هلکو تماشا ده دا دنیا

چی حمید پکې خندا کا ریشخندي کا
ځای د غم او د ژړا ده دا دنیا

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse