ما خوب لیده په خدایږوچې زه ته سره پخلا یو

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
ما خوب لیده په خدایږوچې زه ته سره پخلا یو
by خوشحال خان خټک

ما خوب لیده په خدایږوچې زه ته سره پخلا یو
خوږې خوږې خبرې دزړه حال یو بل ته وایو

ما څخه کتاب وي پکې واړه غزلونه
تا څخه مینا وي دګلزار په تماشا یو

لاس تر لاس نیولي سره ګرځو کینو پا څو
خپله خوشالي هوا هوس کړوپه خندا یو

پیاله کړې راته ډکه زه یې ستا له لاسه واخلم
دشونډوبوسه راکړې بیا په نوره تقاضایو

مطرب راته له ورایه په تارونو لیندۍ ایښی
په بم په زیر جاروزي موږ بې محوه په نوایو

ته کل واړه خوبي لرې زه واړه کامرانۍ
ښادۍ ته مخامخ غم او اندوه ته شاپه شایو

ناګاه له دغه خوبه دسحر په وخت راویښ شوم
نه ته وي نه دې وصل زه داکار سره جدایو

څو پایم په دنیا کې دچا کار راسره نشته
یو زه یم یو دې غم دی سره دواړه خوا په خوایو

خوشال یوازې نه دی څو په ملک کې عاشقان شته
په خواب په بیدارۍ کې سره واړه باد پیما یو

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse