له هغو سره به څه فکر د يار وي

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
له هغو سره به څه فکر د يار وي
by رحمان بابا

له هغو سره به څه فکر د يار وي
چې ياران ئې په هر لور هــزار هـزار وي

په اشنا پسې ويشتلی هم هغه وي
چې لــــه نـــــورې اشنائۍ ئې استغفار وي

صبوري او قـداري دې پــه ما زوم شي
که بې تا به مې يا صبر يا قــرار وي

هر ژوندون د يار په وصل ښائيســــته وي
بې مينه که ژوندون وي څه پـکار دی

که ديار له لاسه اور په ما بلېــږي
هغه اور دې عاشقانو ته ګُلزاروي

په يارۍ کې آزار نشته خدائ دې نه کا
که ذره به زمــــــــــا زړه له تا آزار وي

و هغو ته عــــــاشـــــق نـــــــه ويئـــــلئ بويه
چې ئې فکر يا د سر يا د دستـــــــــــــار وي

ځائ ئې اور شي چې زنارې شي پــــه غاړه
ولې نه چې ستا د زُلـــــــــفو زنــــاردار وي

ستا د زُلفو زناردار که په اور ســــــــــوزي
هغه اور به هم رښتيا ستا د رُخـــــــسار وي

هغه جونه به ليلا غوندې رســــــواشـــــــي
چې رحمان غوندې مجنون ئې په ديار وي

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse