له فتنې پـه سـایه خـلاص یـم د مژګـان سـتا

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
له فتنې پـه سـایه خـلاص یـم د مژګـان سـتا
by مرزا عبدالحنان بارکزی

له فتنې پـه سـایه خـلاص یـم د مژګـان سـتا
خـــــاطر جمـــــع وي لـــــه واړو پرېشـــــان ســـــتا

څــــه الفــــت زمــــا غریــــب او ســــتا د غشــــو
دغـــــه واړه دلجـــــویي کـــــوي پیکـــــان ســـــتا

ســــر یــــې تــــل پــــر زانــــو اېښــــئ وي د فکــــر
هغه څوک چي یې پـه زړه کـي وي ارمـان سـتا

لــــه حیرتــــه ســــترګي پټــــي کــــړي خولــــه وازه
لـــه کتـــو ســـترګو تړلـــي دي حیـــران ســـتا

د صـــــحرا آهـــــو پـــــه ســـــیل راتـــــه را شـــــي
چــي تعریــف کــړم د چشــمانو هــر زمــان ســتا

قـــدر نـــه لـــري ګـــلاب ســـتا و رخســـار تـــه
منفعــــــل کــــــړه ګــــــلان واړه ارغــــــوان ســــــتا

زرغونــــه بــــې شــــي لالــــه ګــــلان لــــه قبــــره
دا چـــي ګـــور لـــره ارمـــان یـــووړ ”حنـــان“ســـتا

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse