قناعت راته عطا کړې زما ربه

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
قناعت راته عطا کړې زما ربه
by حميد مومند

قناعت راته عطا کړې زما ربه
ورک زما حــــرص و هوا کړې زمـا ربه

دا سرکښ نس مې سرکوزى کړې په صبر
راته ايلـــه دا بــــلا کـــــــړې زمــــا ربــه

چې دې نوم په غوږو، واورم سره لمبه شم
هسې ســــوز را کې پيدا کـــړې زما ربه

چې مې نشي اضطـراب د چــــا په ظلم
هــومره صبر و سکون راکړې زمـــــا ربه

نـــــور مې وساتې زبان لـــــه پوچ گويۍ
په خپل وصف مې گويا کړې زمـــا ربه

دم قــــدم زمـــــــــا سيـــده لرې په شرع
له لـغـزشــــه مې نجــــــا کړې زمـــا ربه

که رضا د ستـــا د سر او په مـــال مومم
ژر مې ســـازه دا سودا کړې زمــــــا ربه

چې حضرت راوړى دين دى زما دين دى
کــــــه مې مــــــړ په دا وينا کړي زما ربه

هرچې ستا، ستا د رسول پکې مرضي وي
هغه کار شـــــغل زمـــا کــــړې زمـا ربه

د رسول په پاک وجود مې سـتـا قسم دى
چې قبــــوله دا دعــــا کـــړې زمـــــا ربـه

که حميد خطا دعا کا په غفلت کې
دا خطا دعـــا رسا کړې زمــــــا ربه

This work was published before January 1, Expression error: Unrecognized punctuation character "۲"., and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse