عرفان د محمد ص

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
عرفان د محمد ص
by خوشحال خان خټک

دخداې عرفان مې وشو په عرفان دمحمد
پاک دے محمد،پاک دے سبحان دمحمد

راشه نظر وکړه په طه،په ياسن باندې
خداې (ج) دے صفت کړے په قران دمحمد(ص)

ډير خلق پيدا دى انبيا کۀ اولياء دى
نشته په خلقت کښې په يو شان دمحمد(ص)

درست خلق کۀ يو کړى انس وجن دواړه جهانه
لاتر واړو به دے ګوښى ځان دمحمد(ص)

لا س دے لګولے ماخوشحال په دواړه کونه
غم اندوه مې نشته په دامان دمحمد(ص)

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse