سورت د محمد ص

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
سورت د محمد ص
by رحمان بابا

کۀ صورت دمحمد(ص) نۀ وے پيدا
پيدا کړې به خداې نۀ وه دا دنيا

کل جهان دمحمد(ص) په مخ پيدا شو
محمد (ص) دے دتمام جهان آبا

نبوت په محمد(ص) باندې تمام شو
نشته پس له محمده انبيا

نور هاله دمحمد (ص) ؤ پيدا شوے
چې بوى نۀ ؤ د آدم اودحوا

کۀ صورت ئې پيدا شوے آخرين دے
په معنى کښې اولين دے ترهر چا

خداې ئې مۀ ګڼه بې شکه چې بنده دے
نور ئې کول واړه صفات دى په رښتيا

کۀ نبى دے، کۀ ولى دے کۀ عاصى دے
محمددے دهمه واړو پيشوا

چې ئې دين دمحمد(ص) دے قبول کړے
جنتى دے کۀ فاسق دے، کۀ پارسا

زۀ رحمان دمحمد(ص) ددرخاک روب يم
کۀ مې نۀ کاخداې له دې دره جدا


This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.