ستا د عشق له مينو ډک شول ځيګرونه

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
ستا د عشق له مينو ډک شول ځيګرونه
by احمد شاه درانی

ستا د عشق له مينو ډک شول ځيګرونه
ستا په لاره کښې بايلي ځلمي سرونه

تاته راشمه زړګی زما فارغ شي
بې له تا مه اندېښنې د زړه مارونه

که هر څه مه د دنيا ملکونه ډېر شي
زما به هېر نه شي دا ستا ښکلي باغونه

د ډلي تخت هېرومه چه را ياد کړم
زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه

د رقيب د ژوند متاع به تار په تار کړم
چې په تورو پښتانه که ګزارونه

د فريد اؤ حميد دور به بيا شي
چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه

که تمامه دنيا يو خوا ته بل خوا يې
زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه

احمد شاه به دغه ستا قدر هېر نه که
که ونيسي د تمام جهان ملکونه

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse