زه طلب د زړه کوم او زړه طلب ستا

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
زه طلب د زړه کوم او زړه طلب ستا
by مرزا عبدالحنان بارکزی

زه طلــــــب د زړه کــــــوم او زړه طلــــــب ســــــتا
آواره شـــــوم لـــــه عالمـــــه پـــــه ســـــبب ســـــتا

نه مي غواړي، نه مي بولي، نه مي وژنـي
حیرانېــــــږم و دا فکــــــر تــــــه عجــــــب ســــــتا

ګوندي خـلاص مـي د رقیـب لـه نـاکردو کـړې
مـــا مظلـــوم پـــه داد نیـــولئ دئ جلـــب ســـتا

خپلــو ســترګو فتــوا در کــړه چــي مــي وژنــې
حیرانېـــږم پـــر دا لوســـتو د مکتـــب ســـتا

وکـــــوثر تـــــه حاجـــــت نـه لـري د چښـــــلو
چي جـام نـوش کـه څـوک د میـو لبالـب سـتا

په دیدن که یـې سـېراب کـړې ښـه بـه وکـړې
عاشــــقان د دیـــــدارتږي تشـــــنه لـــــب ســـــتا

توقـــــف پـــــه دا کـــــښې مـــــه کـــــوه دلبـــــره
که پوره شي د ”حنان“په مرګ مطلب سـتا

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse