زه د یار به درد او غم کې غرقاب خوښ یم

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
زه د یار به درد او غم کې غرقاب خوښ یم
by رحمان بابا

زه د یار به درد او غم کې غرقاب خوښ یم
په دا درد کې بې طاقت او بې تاب خوښ یم

كه ډوبېږم په اوبو كه په اور سوځم
د سرو شونډو په آتش او په آب خوښ يم

چې د يار د خط او خال نښې پکې وي
ځوړند سر په مطالعه د كتاب خوښ يم

تر دا پوچه ګفتګویه چې یې اورم
په نغمه، په ترانه د رباب خوښ يم

د ريا تر ناقبوله عبادته
د ساقي په ميو مست او خراب خوښ يم

چې نه علم، نه تسبيح، نه تلاوت وي
له دې هسې بيدارۍ نه، په خواب خوښ يم

خاموشي كه هر څو لويه مرتبه ده
زه د يار سره، په سوال او ځواب خوښ يم

د طوبۍ د ونې سیوری مې خوښ نه دی
ستا د مخ په لمبو سوی كباب خوښ يم

د يار ډېرې غمخوارۍ يم عاجز کړی
رحمان ځکه په خوردن د شراب خوښ يم

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse