زه جهان څه کړم چې نمر مخيه ياره تا ووينم

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
زه جهان څه کړم چې نمر مخيه ياره تا ووينم
by خاطر اپريدی

زه جهان څه کړم چې نمر مخيه ياره تا ووينم
څنګه دنيا ووينم څنګه دنيا ووينم

ستا د کاکل په تورو شپو پورې لا شپې څه دي
ستا د سرو شونډو اننګو پورې غنچې څه دي
وي تماشه مې د ژړا چې دې خندا ووينم
څنګه دنيا ووينم څنګه دنيا ووينم

د ستا په مينه کښې د خلقو خندنی خوښ يم
خو د خپل عقل نه وزګار شم لېونی خوښ يم
راسره غم د لېونو شي چې صحرا ووينم
څنګه دنيا ووينم څنګه دنيا ووينم

ګله چې ما خاطر ته ياد شي ټول جهان ګل شي
له ډېره هجره هر يو ګل مې د چشمان ګل شي
خدائې خبر بيا چې زه به ستوری د سبا ووينم
څنګه دنيا ووينم څنګه دنيا ووينم

This work is now in the public domain in Pakistan because it originates from Pakistan and its term of copyright has expired. According to Pakistani copyright laws, all photographs enter the public domain fifty years after they were published, and all non-photographic works enter the public domain fifty years after the death of the creator.

Public domainPublic domainfalsefalse