زمانې له ښو یارانو نه مهجور کړم

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
زمانې له ښو یارانو نه مهجور کړم
by خوشحال خان خټک

زمانې له ښو یارانو نه مهجور کړم
څۀ بلا یې مبتلا پۀ ډېر ضرور کړم

د بڼو اوښکې مې پاسه پرې تارونه
بېلتانۀ پۀ تن پۀ مثل د طنبور کړم

اوس پۀ ما د خوشحالۍ نوم جوړ نۀ دے
چې دا هسې زمانې له غمه پور کړم

ما وې تړق به سره وچوم له غمونو
ولې لا تر اوسه پایم خداے صبور کړم

نوره واړه پښتونخوا پۀ ځاے میشته ده
خو یو زۀ دې زمانې پکښې منصور کړم

سل تڼاکې مې هر اه سره پۀ زړۀ شي
پۀ درون یې لکه وږے د انګور کړم

هغه وخت مګر د خداے پۀ وعده راشي
چې به بیا د خېلخانې سره سرور کړم

د هر مخ خالونه داغ زما د زړۀ دي
زۀ حېران یې یادول پۀ کوم دستور کړم؟

نۀ به بیا پۀ غاړه کښېږدم د ننګ توره
نۀ به بیا پۀ قوم کښې کښېنم نه به هور کړم

عجب مار مې جاروتلے تر دوو پښو دے
مګر لوے پاړو پیدا شي چې یې دور کړم

مست هاتیان خوني مزري پۀ زنځیر کیږي
بویه دا چې ځان فلک وته تربور کړم

پۀ خپل اه مې باور شته اثر به وکا
رقیبان به اورلړوني د تنور کړم

واړه خلق د خوشحال پۀ پت ولاړ دي
بخته تا له کومه لوریه راحضور کړم؟

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse