راشــــــــه وگوره نن دا طــــــــــــــــــــــــراز زما

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
راشــــــــه وگوره نن دا طــــــــــــــــــــــــراز زما
by خوشحال خان خټک

راشــــــــه وگوره نن دا طــــــــــــــــــــــــراز زما
حقيقــت سره قريــــن مجــــــــــــــــــــــــــاز زما

درست عالـــــم يـې په بازار په كوڅه وايي
لاوچـــاتــه ښكـــــــــــــــــــــاره نه دى راز زما

د نيازمنوعمـــر غواړم ، په داڅــــــه شـــــي
كه بې نيـــــاز وگړي نه وړي نيــــــــــــاز زما

دغمـــــزې په تيغ مې وژنه ، صرفـه مه كړه
څوك به نه غواړي له تانه ســــــــــــاز زما

د مسجد محراب د چــا دى د عابــــد دى
په محــــراب يـې دابــرو نمــــــــــــــــــاز زما

ښايستـــــــه د بـڼ طـــــــــاوس ورلره بويه
دا واړه ښكـــــــــــارونه ، نه كا بـــــاز زما

چې په خوږو زړونو بلوســـي سزا مومي
ښه چي خوار شو په دنيا غمـــــــاز زما

د مراد بـــــــــــــاده راولوزه كريــــــاب دى
چــې روان شي خاطـر خـواه جهـــاز زما

كه يې تل لكه شكر خورم كم به نه شي
ستـــــــا د دواړو خــــوږو شونډو آز زما

ته په ما باندې تل ناز كړه معشوقه يې
زه خوشحال خټك عاشق يم نيــــاز زما


This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.