د هجران په درد کښي نه کېږي سکون زمـا

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
د هجران په درد کښي نه کېږي سکون زمـا
by مرزا عبدالحنان بارکزی

د هجران په درد کښي نه کېږي سکون زمـا
یو پر بل شو شواخون پر شـواخون زمـا

دا لا دېـــــو د عاشـــــقۍ نه یم وهلئ
چي صحت نه شي په دم و په افسون زمـا

تــورو ســترګو د یــار هســي دېوانــه کــړم
چــي آهــو کــه مــدام ســیل دجنــون زمــا

رنګ یې نـه دئ د حنـا پـر لاسـو بانـدي
مضمحل یـې پـه منګولـو کـئ لـړمن زمـا

بــې لــه یــاره پــه چــانــه شــي د زړه ســوده
په پردیـه سـا هه کلـه شـي ژونـدون زمـا

د اول میني ژړا لویه خامي ده
د کباب په دودله سـوخته درومـي خـون زمـا

هــــیڅ پــــروا بــــې پــــروا یــــار زمــــا ونــــه کــــړه
چـــي حنـــان له ډېـــره غمـــه دئ زبـــون زمـــا

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse