د قام زلمو سترګې مو پورته کړئ خپل ځان وګورئ

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
د قام زلمو سترګې مو پورته کړئ خپل ځان وګورئ
by خاطر اپريدی

د قام زلمو سترګې مو پورته کړئ خپل ځان وګورئ
چرته کښې ورسېده, وګورئ جهان وګورئ

د قام زلمو زمونږ هم دغه د ختو ورځي دي
دا مو د ژوند د ښه کېدو د خوشحالو ورځي دي

د نمر په څېرې خپل طاقت په ټول جهان خور کړئ
په خپل همت هر چرته نوم د پاکستان خور کړئ

شاته نور مه ګورئ په وړاندې خپل قدم کښېږدئ
په ورانو لارو باندې مه ځئ قدم سم کښېږدئ

له مخې لرې کړئ ازغي ځان ته ګلونه کښېږدئ
شي چې اغيار درته حېران هلته کښې پلونه کښېږدئ

مونږ له چې مخې له راغلي وار خطا تلي دي
زلمو زمونږه ځنې ډېر زلمي په شاتلي دي

This work is now in the public domain in Pakistan because it originates from Pakistan and its term of copyright has expired. According to Pakistani copyright laws, all photographs enter the public domain fifty years after they were published, and all non-photographic works enter the public domain fifty years after the death of the creator.

Public domainPublic domainfalsefalse