د دښمن په مرګ هله کوه ښادۍ

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
د دښمن په مرګ هله کوه ښادۍ
by حميد مومند

د دښمن په مرګ هاله کوه ښادۍ
که فرمان لرې د خپلې ازادۍ

چې د بل په نامرادۍ کښې مراد غواړې
دا سبب ګڼه د خپلې نامرادۍ

لکه تۀ چې يې پخپله په خپل ځان کړې
دښمن نه کړي په دښمن دا بيدادۍ

د سيلاب له خود روييه سر واهه شي
همېشه به کاڼي بوټي دروارئ

د حيم دا بې کرداره ګفتار پوچ دی
لکه بولي ګدائي په شاه زارۍ

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse