د دښمن په خو نه تندر د اسمان جوړ شو

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
د دښمن په خو نه تندر د اسمان جوړ شو
by خاطر اپريدی

د دښمن په خو نه تندر د اسمان جوړ شو
چې پاکستان جوړ شو
شان و شوکت دی زمونږ
جاه و حشمت دی زمونږ
د قربانۍ په ډېرو وينو دا مکان جوړ شو
چې پاکستان جوړ شو
دا دړکې مه کوه
هسې د پکې مه کوه
زړه د فولادو د هر يو مسلمان جوړ شو
چې پاکستان جوړ شو
غم د بلا نه کوو
د چا پروا نه کوو
مقابلې ته د دښمن زمونږ يو ځان جوړ شو
چي پاکستان جوړ شو
مونږ د خپل کور کړو فکر
هم د خپل ورور کړو فکر
فکر مو دا دی چې کشمير کښې هندوستان جوړ شو
چې پاکستان جوړ شو
څاڅکي په شان وو اول
حېران پرېشان وو اول
اول وو څاڅکې اوس درياب ترې بې پايان جوړ شو
چې پاکستان جوړ شو
!هر امتحان ته ولاړ
د غر په شانته ولاړ
وائي خاطر چې للک په شان يې د سندان جوړ شو
چې پاکستان جوړ شو

This work is now in the public domain in Pakistan because it originates from Pakistan and its term of copyright has expired. According to Pakistani copyright laws, all photographs enter the public domain fifty years after they were published, and all non-photographic works enter the public domain fifty years after the death of the creator.

Public domainPublic domainfalsefalse