د داغلي زړه له آهه شم څه شان چپ؟

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
د داغلي زړه له آهه شم څه شان چپ؟
by حميد مومند

د داغلي زړه له آهه شم څه شان چپ؟
د چمن په ګلو نه وي بلبلان چپ

خلاص شي بيا لکه تورزن د ټول له منځه
که هر څو په غاښو ونيسم زبان چپ

له خامئ جوش او خروش خېزي له دېګه
وي له خپلې پختګۍ پختګان چپ

په اوبو به دې د مراد ډيوه شي بله
که صدف غوندې په صبر کړي دهان چپ

چې دانه په خاورو پټه شي خوشه شي
په ګوګل د ننه وساته ارمان چپ

د بلبلو نارې ښې نه دي په ګلو
چې په سرو لمبو کښې سوځي پتنګان چپ

لکه کاه او کهربا چې سره بولې
هسې پټه خوله بلل کاندي ياران چپ

لکه ژاړي پټه خوله بوره بدنامه
هسې کاندي مئين زړه آه و فغان چپ

آبرو يې د شکرخور ميلمه به څه کا
چې حميد شکر باري کا په ګرېوان چپ

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse