خراب زړه مې د دلبرو هوا يوړه

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
خراب زړه مې د دلبرو هوا يوړه
by رحمان بابا

خراب زړه مې د دلبرو هوا يوړه
د هوا له وړيو چا زده چې چا يوړه

ګوښې، ګوښې ښائسته مې زړه وکاږي
زه وه کوم يوه ته وايم چې تا يوړه

چې مې زړه لره د تورو زلفو څائ غوښت
هغه زړه راڅخه تورې بلا يوړه

د سيلاب په مخ کښې کله د چا خوب شي
شيرين خوب راڅخه ډيرې ژړه يوړه

هغه رخت چې مې د صبر د سکون وو
هيڅ را نه کړه مهوشانو ويړيا يوړه

که يئ يوړه خسته زړه مې ترې قربان شه
نا اشناؤ وړې نه دې اشنا يوړه

هيڅ ناحق پرې شوي نه دي که حق وائم
معشوقې د رحمان زړه په رضا يوړه

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse