حق د مرد په عورت

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
حق د مرد په عورت
by خوشحال خان خټک

حق د مرد په عورت

حق د مرد په زن بسيار دی
لږ مې تا و ته په شمار دی

په خدمت دې وي تياره
لکه وينځه پرستاره

چې مېړه ورباندې راشي
دا دې خوښه په خندا شي

که يې زړه غمونه رغاندي
هم دې ښه ورته وخاندي

دا دې زر پاڅي له ځايه
په خندا دې شي له ورايه

ځای دې ښه ورته تيار کا
په بستر دې قرار کا

که موزې وي که پايزار وي
په خپل لاس دې دا چار وي

په هر رنګ چې خوښي مومي
د مېړه په رای دې درومي

په رومال دې مخ پاک کا
په ډېر رنګ دې پر تپاک کا

څو چې زېرمه د طعام کا
په مېوه دې خوش کام کا

ناست ولاړ دې هسې کاندي
لکه حکم وي پرې باندې

که پر حکم هسې وينه
ورسره دې طعام خورينه

ګنې کاروبار دې کاندي
يا په وروستو يا په وړاندې

که مېړه يې خندا غواړي
دا دې خاندي هم د وياړې

که غزل دی که بيتونه
که سندرې که صوتونه

مسخرې دې کا آغازې
موافقې د دل نوازې

که مېړه يې خشمناک وي
دا دې هم ځنې په باک وي

کار دې نه کا د بې باکو
سيب حنظل وي په غمناکو

دا وييل د پيغمبر دي
په مشکوة کې معتبر دي

چې په ژبه مېړه خوږ کا
خدای به کل ښادي په زوږ کا

لويه ورځ چې د محشر وي
د دې ژبه به لوی غر وي

تر قفا نه وي د ښکلې
غوټه سخته پر وهلې

ځان دې جوړ ساتي شوهر ته
بچ دې نه پرېږدي خپل سر ته

که تنها يې خپل پدر وي
هم د دې دې ترې حذر وي

مجالس دې له هغو کا
چې د نېکو ګفتګو کا

زړه ځوانه هرزه کاره
لا په تېر بوډۍ مکاره

دا دې نه پرېږدي خپل ځان ته
چې آفت وي ځان ريحان ته

د مېړه خونه دې ژغوري
نامحرم ته دې نه ګوري

لوړ آواز به دې چغار کا
په ادب دې هره چار کا

پل دې نه اخلي له کوره
نه په ورځ نه په شپه توره

د مېړه بې اجازته
نه دې پلار کره رخصته

د مېړه که ډکه کوره
که ضايع کړه يوه توره

هغه توره به ماران شي
حواله به يې په ځان شي

هره چار دې په رخصت کا
ګڼې واړه خيانت کا

د مېړه حکم دې ژغوري
د فرمان وته دې ګوري

که خپل مال همره لرينه
چې پکار و مېړه شينه

په خندا دواړه ورکا
مال څه ځان دې تر هم زار کا

که مېړه يې عيبناک وي
هم دې دې ته لکه پاک وي

مردان هېڅ نه وي کږلې
تور و سپين واړه ښاغلي

چې هر نوم د مردی پورې
واړه ښه دی که يې ګورې

که دروغ کا که رښتيا کا
دا دواړه امنا کا

دا حديث د محمد دی
که يې نه مني مرتد دی

سجود خدای و ته کاوه شي
بې له خدايه سجود نه شي

که نور چا وته روا وی
خپل مېړه ته د نسا وی

چې عاصي وي له شوهره
په اسلام کې ده کافره

که روژې کا که لمونځونه
خير خيرات او يا نفلونه

دا به واړه نه قبلېږي
که هر څو يې ډېر ډېر کېږي

که جنت غواړي نېک زن
پرې رويه سيمين تن

په رضا کې د شوهر دې
ورته ايښی برابر دې

له ښه ځايه ښه عورته
خالي نه وي له حکمته

د دې چار هنر ورذی وي
هم دوبي هم درزي وي

هم لا وينځه وي هم دمه
هم د خونې وي حاکمه

چې خوراک پخوي دا وي
باورچي وي هم سقا وي

که رښتيا وايم ای ناصحه
لا مېړه ته وي کناسه

مصاحبه وي حبيبه
داروګره وي طبيبه

باور وکړه ښه عورت
په دنيا کې وي جنت


This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.