حق د عورت په مرد

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
حق د عورت په مرد
by خوشحال خان خټک

حق د عورت په مرد

د عورتې حق هم فرض دي
په مردانو لکه قرض دي

امانتي دي عورتې
د ښه خداي دي امانتې

په مردانو دي سپارلي
په خدمت دي خداي ګمارلي

ښځې مرد سره پيدا دي
د جنت يخې حلوا دي

په عزت ساتلې بويه
د دوي چار ده ډېره لويه

انبيا که اوليا دي
د عورتو نه پيدا دي

بادشاهان ترې پيداکيږي
ښه ځوانان ترې پيداکيږي

ښې محبوبې لکه ګل دي
ښه ځوانان باندې بلبل دي

که يې زه صفت ثنا کړم
مګربل دفتر انشا کړم

دوي به څه وتاته ستايم
له حقوقو به يې وايم

نفقه که آغوستن دي
دواړه توکه دي دُزدن دي


This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.