تاسو هم واورئ چې پېغور ته نظر ټيټ نه شي

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
تاسو هم واورئ چې پېغور ته نظر ټيټ نه شي
by خاطر اپريدی

تاسو هم واورئ چې پېغور ته نظر ټيټ نه شي
د پاکستان زلمو مېدان کښې مو سر ټيټ نه شي

د مشرانو تل زلمو نصيحتونه نه وي
دا مو دی وخت د ترقۍ تل دا وختونه نه وي

ملا مو د قام خدمت ته وتړئ چې سيال شئ پکښې
دا تنګې لنډي کړئ اوارې چې خوشحال شئ پکښي

چې نن يې ونه کړئ زلمو بيا به يې کله وکړئ
د خپل وطن خدمت ته پورته شئ په خپله يې وکړئ

يو بل ته مه ګورئ له ځان هر يو ماليار جوړ کړئ
د پاکستان د هر يو ګوټ ځينې ګلزار جوړ کړئ

This work is now in the public domain in Pakistan because it originates from Pakistan and its term of copyright has expired. According to Pakistani copyright laws, all photographs enter the public domain fifty years after they were published, and all non-photographic works enter the public domain fifty years after the death of the creator.

Public domainPublic domainfalsefalse