تاج د بخت مې رسېدلی تر اسمان دی

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
تاج د بخت مې رسېدلی تر اسمان دی
by ملنگ جان

تاج د بخت مې رسېدلی تر اسمان دی
چې قایم مي سر په غيږ د خپل جانان دی

خدای ساتلی د اهاړ غرمونه امن
په تندي مې د عادل سایه ګردان دی

چې یې مور وي په دې خاوره زیږولی
که په ژبه غږېږي خو افغان دی

دا صفت خانته زما نه دي چي وایم
دي صفت کي شامل ټول افغانستان دی

په تش لوز باندی سړي نه پښتو نيږی
د پښتون هر یو عمل او خوې مردان دی

چې خیر خواه له وطن نه وې ملنګ جانه
عرض دا چي نه پښتون او نه انسان دی

This work is now in the public domain in Afghanistan because it originates from Afghanistan and its term of copyright has expired. According to Afghanistan copyright laws, all photographs enter the public domain fifty years after they were published, and all non-photographic works enter the public domain fifty years after the death of the creator.

Public domainPublic domainfalsefalse