بېلتانه دې د غمو په چپاو چور کړم

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
بېلتانه دې د غمو په چپاو چور کړم
by شاه حسين هوتک

بېلتانه دې د غمو په چپاو چور کړم
په تيارو کښې د هجران يې له تا دور کړم

بېلتانه دې هسې اوښکې راخپرې کړې
ستا د فکر په ګرداب کښې تل عبور کړم

د فراق پړی مې کښېوت ومرۍ ته
په جهان کښې يې رسوا لکه منصور کړم

په وصال دې هم ناښاد یمه دلبرې
د بېلتون فکر په زړه کښې ناصبور کړم

د باڼو غشی مې وخوړ په ځيګر کښې
غمازانو په غمزو غمزو مهجور کړم

خلک ياد زما د عشق په لېونو کا
زه حسین محبت هسې مشهور کړم


This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.