بیا له کومه را پیدا شو دا بهار

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
بیا له کومه را پیدا شو دا بهار
by خوشحال خان خټک

بیا له کومه را پیدا شو دا بهار
چې په لوري یې ملک کړ یو ګلزار

ارغوان دي ضمیران سومن ریحان دي
یاسمین دي نسترن نرګس ګلنار

د پسرلي ګلونه ډېر په هر هر رنګ شته
ولې سره لاله دی لا په کې اوڅار

جونه موټی موټی ګل ږدي په ګرېوان کې
د ځوانانو ګلدستې دي په دستار

مغني په چغانه لیندۍ کښېږده
په نغمو په پردو وغواړه هر تار

ساقي راشه ډکې ډکې پیالې راکړه
چې د میو په مستۍ شمه سرشار

پښتنو زلمیو بیا لاسونه سره کړه
لکه باز منګولې سرې کا په خپل ښکار

سپینې تورې یې ګلګونې کړې په وینو
په اهاړ کې شګفته شو لاله زار

ایمل خان دریا خان دواړه مرګ یې مه وای
هیڅ تقصیر دواړو، ونه کړ وار په وار

د خیبر دره یې سره کړله په وینو
په کړپه یې هم روان کړ دندو کار

تر کړپې تر باجوړه سمې غرونه
په لړزه په زلزله شول په بار بار

په هغه لوري چې کېږي پېنځم کال دی
هره ورځ د سپینو تورو خرپهار

چې په دا لوري زه راغلم حبطه شوم
زه مردار یم که دا خلک دي مردار

په لښکر! لښکر! نارې شوم ورته ستړی
دا کاڼه راته نه مهیرک وایي نه چار

چې احوال د یوسفزیو را معلوم شو
لوا غر و ماته ښه وه نه دمغار

د خټکو سپي بهتر تر یوسفزیو
که خټک دي هم په خوی تر سپي بېکار

درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ په کار پټ او آشکار

ګوره څو جنګونه وشول په هر لوري
ولې هیڅ د یوسفزیو نشته عار

اول جنګ د لوړې شا د تهترو و
چې څلوېښت زره مغول شول تار په تار

خوېندې لوڼه یې په بند د پښتنو شوې
اس اوښان هاتیان ولجه قطار قطار

دویم جنګ میر حسیني په دوابه کې
چې یې وټکېده سر لکه د مار

بیا له پسه د نوښار د کوټ جنګ و
چې مې و کېښ تر مغولو خپل خمار

بیا له پسه جسونت سنګهـ، شجاعت خان و
چې اېمل کړل په خاپښ کې تار په تار

چې زما په یاد، دي لوی جنګونه دا دي
د هلکو په هر لوري نشته شمار

همیشه فتح و نصرت دی لا تر اوسه
پس له دا ده بیا تکیه په کردګار

اورنګزېب راته یو کال وشو چې پروت دی
په صورت حیران پرېشان په زړه افګار

کال په کال امرایان دي چې پرېوځي
چې توپان شولې لښکرې کوم یې شمار

خزانې د هندوستان دي را خورې شوې
سره مهران دي ننوځي په کوهسار

دا د هیچا په اتلس فکره نه وه
چې به دا کارونه شي په دا دیار

د پادشاه د بد نېتیې کمی نشته
په بد نیت یې آزار واخیست د خپل پلار

ځکه اوس د چا باور ور باندې نه شي
هم بد نیت دی هم بد قول هم مکار

بله هیڅ لیدله نه شي په دا منځ کې
یا مغول د منځه ورک یا پښتون خوار

که ګردش د اسمان دا دی چې لیده شي
که د خدای رضا په دا وي راغی وار

اسمان هر کله پېرې یکرنګې نه کا
ګاه په کام د ګل جار وځي ګاه د خار

په دا هسې وخت چې وخت د نام و ننګ دی
دا بې ننګه پښتانه کا څه رفتار

پښتانه چې نور څه فکر کا ناپوهـ دي
بې د تورې خلاصی نشته په بل کار

تر مغولو پښتانه په توره ښه دي
که په پوهه پښتانه وای څه هوښیار

اولسونه چې سند وبله و کا
بادشاهان ورته سجود کاندي اختیار

که نفاق که اتفاق که جهل پوهه
د هر چا د خدای په لاس ده هره چار

اپریدي مومند، شینواري ګوره څه کا
د مغولو لښکر پروت په ننګرهار

زه تنها پکې په غم د نام و ننګ یم
یوسف زیه فراغت په کښت و کار

اوس چې هسې بې ننګي بې ناموسي کا
عاقبت به ورښکاره شي خپله چار

مرګ زما په پوهه ښه تر دا ژوندون دی
د عزت سره چې نه وي زیست روزګار

همېشه به په جهان کې ژوندون نه وي
د خوشال خټک به پاتې شي یادګار

د درېیمې خور اول کال د عفو و
ما چې وې په برمول کې دا اشعار


This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.