بست به شي اباد له سره

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
بست به شي اباد له سره
by احمد شاه درانی

بست به شي اباد له سره
بيا به جوړې کنډوالی شي

هرې خواته به روانې
د سرو اوښو قافلې شي

په څپو به هلمند راشي
هر طرف ډکې شيلې شي

چې هلمند به په څپو کې
دوي ته کړي زاړه نکلونه

په ورو ورو به يې څرګند کړي
خپل د زړه پټ ارمانونه

شکر شکر خدايه تاته
چې دې مشر راپيدا که

اوس د دې زلمي مل شې
خپله مرسته ور عطا که

چې دا ټيټ ولس راټول کړي
له بېلتونه يې جلاکه

په يو اواز راپاڅي
يوله بله سره ملا که

له فراه نه تر هريه
له زرنجه تر زابله

ټول ملت په يوه زړه شي
له تخاره تر کابله


This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.