ارغنداو د غرو لمنې

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
ارغنداو د غرو لمنې
by احمد شاه درانی

ارغنداو د غرو لمنې
دغاټول په ګلو سرې شوې

د دامان هوسۍ دي مستې
زرغونې ورته درې شوې

د باغوونې ويښېړي
د بلبلوپرې نارې شوې

اسمان زمکه ټوله خاندي
نوې نوې نندارې شوې

واه دا څه نوی ژوندون دی
دا نسيم راغی له کومه

چې يې نوی روح وطن ته
وباسه له خپل قدمه

به وا جوړ ملي اختر دی
نجونو سره کړه خپل لاسونه

په ملالو غاړه زانګي
دروپوسپين امېلونه

لور په لور يې خپاره کړي
پر تندي تور اوربلونه

له کيږدو راوتلي
پر دشتو کړي اتڼونه

زلميان هم ټوپک په غاړه
پښتنې ترانې وايي

په ملي جوش اؤ خروش بيا
ننګيالي پلرونه ستائي

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse