اتفاق

From Wikisource
Jump to navigation Jump to search
اتفاق
by خوشحال خان خټک

هره چار د پښتانه تر مغل ښه ده
اتفاق ورڅخه نشته ډېر ارمان

د بهلول او د شېرشاه خبرې اورم
چې په هند کې پښتانه وه پاچاهان

شپږ اووه پېړۍ يې هسې پاچايي وه
چې په دوی پورې درست خلک وه حيران

يا هغه پښتانه نور وو او دا نور شول
يا د خدای دی اوس دا هسې شان فرمان

که توفيق د اتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان

This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago.

Public domainPublic domainfalsefalse